د بخښنې نړیوال سازمان د اوکراین په اړه د خپل راپور په خاطر بښنه وغوښته
د بخښنې نړیوال سازمان د زمري په ۱۳مه په یوه راپور کې ولیکل چې د روغتونونو او ښوونځیو په ګډون په ملکي سیمو کې د اوکرايني ځواکونو مېشتېدو او د عملیاتو مخته وړلو د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
د بښنې نړیوال سازمان دغه راپور نه یوازې دا چې د اوکراین د ولسمشر، چارواکو او خلکو غوسه راپارولې، بلکې په کییف کې د بښنې نړیوال سازمان د دفتر مشر هم د دغه راپور په ناسم بللو سره د ځان او همکارانو برأت کړی او استعفا یې ورکړې ده.