چين د تايوان په شاوخوا سيمو کې د خپلو پوځي مانورو د غځولو خبر ورکړی
دا سیمه چې پوځي مانورې پهکې کیږي، نړیوالې سوداګرۍ ته ډېر اهمیت لري.
دا مانورې تایوان ته د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسي د سفر په غبرګون کې کېږي، چین هغه سفر لمسونکی بللی و.
چین چې ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي ټایپي ته د امریکا د استازیو د جرګې د مشرې سفر سمدستي وغانده او ویې ویل چې دا به د سیمې پر سوله او ثبات ناوړه اغېز وکړي.