غیر سرکاري نتیجې: د کراچۍ قامي اسمبلۍ څوکۍ تحریک انصاف ګټلې
له غیر سرکاري او غیر حتمي نتیجو سره سم، د پاکستان تحریک انصاف نوماند محمود مولوي د ۲۹،۴۷۵ رایو په ترلاسه کولو انتخابات وګټل. د متحده قامي موومنټ (اېم کیو اېم) پاکستان نوماند معید انور ۱۳،۱۹۳ او د تحریک لبیک پاکستان محمد احمد رضا ۹،۸۳۶ ووټونه ترلاسه کړل.