د اجباري حجاب ملاتړ په تړاو د طالبانو وروستۍ ادعا غبرګونونه پارولي
په افغانستان د طالبانو د حکومت له خوا د اجباري حجاب په اړه له نیوکو او غبرګونونو سره سره، د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، په تېر یو کال کې د دوی له خوا د حجاب په اړه له صادر شوي فرمانه په افغانستان کې دننه د افغان مېرمنو لخوا تود هرکلی او ملاتړ شوی دی. په کابل کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، د طالبانو د مشر لخوا د حجاب په اړه صادر شوی فرمان سره له دې چې عملي شوی، په بېلابېلو ولایتونو کې پراخ هرکلی هم شوی. ... Читать дальше...