اوچا: د زلزلو او سېلابونو له امله ځپل شوي افغانان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري
اوچا په خپل ټویټر کې پرون ولیکل چې، د افغانستان لپاره یې له نړیوالو څخه تر اوسه یوازې دوه څلوېښت په سلو کې مرسته ترلاسه کړې ده حال دا چې په دغه هېواد کې تر څلرویشت میلیونه ډېر کسان مرستو ته ضرورت لري.
اوچا پر نړیوالو غږ کړی دی چې باید سر له اوسه لاس په کار شي.
په وروستيو کې زرګونه افغانان د زلزلو او سېلابونو له امله مړه او ژوبل شول او زرګونه کورونه ويجاړ شول.
که څه هم د طالبانو حکومت ځپل شويو افغانانو سره د مرستې راپورونه ورکړي خو وايي دا مرستې کافي نه دي او د ژمي په راتلو سره ځپل شوي افغانان چې ډېری يې سرپناه هم نهلري له جدي ګواښ سره مخ دي.