خوست کې د چینار دودیزه مشاعره شوې
په خوست کې د چینار دودیزې مشاعره شوې چې ورته د ګڼو شاعرانو ترڅنګ ولسي وګړي هم ورغلي ول. د سېپټېمبر شپږمې پر ماښام په مشاعره کې یوشمېر شاعرانو شعرونه، غزلونه او نظمونه وړاندې کړل. په اړه یې ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د چینار دودیزې مشاعره شوې چې ورته د ګڼو شاعرانو ترڅنګ ولسي وګړي هم ورغلي ول. د سېپټېمبر شپږمې پر ماښام په مشاعره کې یوشمېر شاعرانو شعرونه، غزلونه او نظمونه وړاندې کړل. په اړه یې ویډیويي رپورټ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن کییف ته په ناڅاپي سفر تللی دی. هغه داسې وخت اوکرايین ته تللی چې امریکا له اوکرایین او د ناټو له ځینو هېوادونو سره د څه باندې دوه میلیارده او شپږ سوو میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې. د بهرنیو چارو وزیر بلنکین کییف کې ویلي چې، د امریکا دا پیسې به د اوکرایین او د ناټو د اتلسو غړو د امنیت د تقویت لپاره وکارول شي. تر دې مخکې د امريکا دفاع وزير او يو شمېر نور لوړ پوړي چارواکو هم اوکرايين ته سفرونه کړي دي.
د پاکستان د پنجاب صوبه په روجان سيمه کې ۴۰۰ کورنۍ داسې دي چې په سېلابي اوبو کې ګېرې دي خو کورونو پرېښودلو ته تیارې نه دي. دوی وايي چې د دود او دستور له کبله ښځې له کورونو بهر نه شي اېستلای نو ځکه د سېلاب تکليف زغملو ته يې غاړه اېښې ده. د فرانس پريس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.
د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت، د متحده عربي اماراتو له ګاک شرکت سره د هوايي لارښونو د خدمتونو وړاندې کولو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون پر بنسټ، ټاکل شوې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې په افغانستان کې د هوايي لارښونو خدمتونه د نړیوالو معیارونو پر بنسټ وي. د افغانستان د هوايي ډګرونو د خدمتونه چارې په افغانستان کې د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره اغېزمنې شوې. د دغه تړون د لاسلیکولو په پروګرام کې د طالبانو د حکومت چارواکو د دغه پروګرام په... Читать дальше...
د اسلام اباد های کورټ پر پینځو قاضيانو مشتملې جرګګۍ د سېپټېمبر پر اتمه نېټه د چیف جسټیس اطهر من الله په مشرۍ کې پر عمران خان د جوړې شوې مقدمې اورېدنه وکړه.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبرپښتونخوا د سوات يو ځوان سندرغاړی رېشم يوسفزی دی. نوموړی په وړوکتوب کې ګوزڼ وهلی وو. هغه وايي، درزيتوب يا خياطي يې مسلک دی او ترڅنګ يې سندرې هم وايي. دی زياتوي چې د خپل هنر له لارې د پښتني ادب او موسيقۍ خدمت کول غواړي. د رېشم يوسفزي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د سواد نړيواله ورځ سږ کال داسې حال کې راورسېده چې، په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له شاوخوا یوه کال راهیسې ښوونځي ته له تګه محرومې دي. له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو زده کوونکې وايي، نهغواړي تېرو ۲۰ کلونو ته ستنې شي او غوښتنه کوي چې د دوی د ارمانونو د پوره کولو لپاره دې ښوونځي بېرته پرانيستل شي. خو یو شمېر افغان ښوونکې او فعالانې چې په دې وروستیو کې یې په کورونو کې ښوونځي جوړ کړي، زده کړې د نجونو اساسي حق ګڼي. ستاره، د لسم ټولګي زده کوونکې ده، سږ کال باید یولسم ټولګي کې وای، خو په کور ناسته ده. Читать дальше...
د امریکا د دفاع وزات د دفاعي امنیت همکاریو ادارې (ډيفنس سيکيورټي کواوپرېشن ایجسني) هم په دې اړه پر ووبپاڼه په بیان کې ويلي چې مطلوبه تصدیقنامه (سرټيفيکېشن) یې ورکړی او د سېپټېمبر پر اوومه یې کانګرس هم له دې اقدامه خبر کړی دی.
ټاکل شوې د پوځ د اوسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده راتلونکې نومبر مياشت پای ته ورسي او حکومت باید تر هغې مخکې د هغه ځایناستی ونوموي.
د طالبانو سیمهییزو چارواکو ویلي چې، دا ښځه په شخصي دښمنۍ کې هدف ګرځېدلې. د غزني امنیه قومندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي ازادي راډیو ته وویل چې، په دې ښځې باندې یوه وسلهوال کس وړمه ورځ د غزني ښار په پښتون اباد سیمه کې ډزې کړې وې. سرحدي وايي بریدګر له سیمې تښتېدلی خو دوی یې د نیولو هڅې کوي. د دغه ښځې د وژل کېدو په اړه د هغې کورنۍ تر اوسه پورې څه نهدي ویلي. افغانستان کې تر ډېره د ښځو وژنه د کورنۍ تاوتريخوالي انګېزه لري چې مخکې هم دې ته ورته پېښې رامنځته شوې دي.
د اسیا کپ کرېکت د سیالیو په دوام د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو د تېرې شپې لوبې د مینهوالو او د کرېکټ د لوبغاړو ترمنځ ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. دا لوبه چې تېره شپه د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې وشوه، نه یوازې په میدان کې د لوبېدونکو لوبغاړو ترمنځه یوه سخته سیالي وه بلکې له میدان بهر د دواړو لوبډلو د مینهوالو ترمنځ هم اخ ډب رامنځته شو. پاکستان دا لوبه په وروستۍ وېکټ له یوې سختې مقابلې وروسته د سیالۍ په شلم اور کې وګټله. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډيو ګانو کې ښکاري... Читать дальше...
د بشري حقونو ۲۲ بېلابېلو مدافع سازمانونو او بنسټونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نه په یو پرانیستي لیک کې غوښتي، چې افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د یوه لوی ټیم د استولو پرېکړه وکړي. په دې ليک کې، چې د ګڼو نړیوالو او کورنیو سازمانونو په همغږۍ لیکل شوی او لاسلیکونه یې پهکې کړي راغلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون دې په خپله راتلونکې ۵۱مه غوڼده کې په دې اړه پرېکړه وکړي. د دې سازمانو ځینې استازي وایي، که ملګري ملتونه د دوی غوښتنه ومني او دا پرېکړه وکړي د افغانستان... Читать дальше...
د ده په وینا، طالبانو د افغانستان نیمایي خلک له زده کړو او کار څخه منع کړي دي.
تېر کال په افغانستان کې د پخواني نظام ړنګېدو او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کابل او اسلام اباد ترمينځ د تجارت کچه کمه شوې وه. خو اوس د پاکستان افغانستان د سوداګرو د ګډې خونې مشر زاهد شينواری وايي چې دوطرفه سوداګري زیاته شوې ده. د نوموړي په خبره، په ۲۰۲۱ -۲۲ مالي کال کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د يو ارب امريکايي ډالرو تجارت شوی دی. په دې اړه د مشال رېډيو خبريال عبدالحي کاکړ له زاهد شينواری سره مرکه کړې ده او په سر کې ورڅخه د دواړو هېوادونو ترمینځ د تجارتي هلو ځلو تازه حال پوښتلی دی؟
د مصر په پلازمېنه قاهره کې دوه ښځې له یوشمېر میاشتو راهیسې د ځمکلاندې اورګاډي یا مېټرو چلولو روزنه ترلاسه کوي. دا د مصر لومړۍ ښځې دي چې د مېټرو ډرېورانې به شي. په اړه یې د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د قدرتي ناورينونو پر وړاندې مبارزې ملي ادارې (پي ډي اېم اې) د سېټېمبر پر اوومه نېټه په خپل ورځني راپور کې ويلي چې سېلابونو ۱۷ لاکه او ۱۲،۰۰۰کورونه هم وران کړي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وايي، ځواکونو یې د هېواد د شمال ختیځ په خارکیف کې څو سیمې بېرته نیولي دي. زلنسکي تېره شپه په خپله وینا کې وویل، دا اوونۍ د خارکیف په اړه ښه خبرونه لري. ده زیاته کړه، اوکراینیانو به ښايي د اوکرایني پوځیانو د فعالیت په اړه راپورنه کتلي وي. ده په ازادو شویو سیمو کې د اوکراین د بیرغ د بیا رپول کېدو لپاره د جنګي عملیاتو په لړ کې د اوکرایني ځواکونو د مبارزو مننه وکړه.
د کاناډا پولیس وايي، د دغه هېواد په ساسکاچوان ایالت کې د روانې اوونۍ د حملې په تور یې یو تن نیولی دی. د یکشنبې د ورځې په برید کې، چې د چاقو په وسیله وشو، ۱۰ تنه ووژل شول. نیول شوی کس مایلز سندرسن (Myles Sanderson) نومېږي، د نوموړي د بل ورو ډیمین سندرسن مړی، د دوشنبې په ورځ وموندل شو. دغو دوو وروڼو د یکشنبې په ورځ په ساسکاچون ایالت کې لس تنه ووژل او ۱۸ نور ژوبل کړل. دا برید د اوسنۍ کاناډا په تاریخ کې تر ټولو خونړی بلل شوی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان: د بشرې حقونو د څار سازمان د ملګرو ملتونو د ځانګړنې راپورټر هغې راپور ته چې روانه اوونۍ يې خپور کړی په اشارې په افغانستان کې د بشري حقونو څخه په وروستیو سرغړاویو لیکنه خپره کړې ده. د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، دا راپور د طالبانو تر کنټرول لاندې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د سوء استفادو او سرغړونو یو لېست دی. په دغه راپور کې په افغانستان کې د بشري اقتصادي ناورین ناوړه اغېزو چې تر یوه حده د بهرنیو هېوادونو د کړنو له کبله دې یادونه شوې او ویلي شوی دی چې: " ټولې خواوې د افغانانو... Читать дальше...
د یوه بېسارې اقدام په ترڅ کې د ایران پلازمېنې ته نږدې د کرج په سیمه کې د محکمې مخې ته د هغو زندانیانو، چې په اعدام محکوم دي، د کورنیو یو شمېر غړیو اعتراض وکړ. د خواله رسنیو له لارې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د سې شنبې په ورځ اعتراض کوونکو شعارونه له ځانونو سره لېږدول چې پرې لیکل شوي و، اعدامونه ودروئ. د بشري حقونو سازمانونه وایي، د دې معترضانو خپلوان د کرج او قزل حصار د ښارونو په زندانونو کې بندیان دي. د ایران د بشري حقونو د سازمان په وینا، د روان میلادي کال له پيله د سپتمبر تر اوومې... Читать дальше...
د برېتانیا ملکې الیزابت د دغه هېواد د نوې کابینې له غړیو سره ان لاین کتنه لغوه کړه. ډاکټرانو شپږ نوي کلنې الیزابت ته لارښوونه وکړه چې استراحت وکړي. تر دې یوه ورځ مخکې ملکې، لیز ټراس د برېتانیا د نوې صدراعظمې په توګه معرفي کړه. رویټرز اژانس خبر ورکوي چې. د ملکې د ماڼۍ - بکینګهام- په پروني بیان کې راغلې دي چې دا ملاقات به بل وخت تنظیم شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په زرګونو افغانان چې زلزلو او سېلونو ځپلي دي او له قحطۍ سره مخامخ دي د ژمي په راتلو سره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. اوچا په خپل ټویټر کې پرون ولیکل چې، د افغانستان لپاره یې له نړیوالو څخه تر اوسه یوازې دوه څلوېښت په سلو کې مرسته ترلاسه کړې ده حال دا چې په دغه هېواد کې تر څلرویشت میلیونه ډېر کسان مرستو ته ضرورت لري. اوچا پر نړیوالو غږ کړی دی چې باید سر له اوسه لاس په کار شي. په وروستيو کې زرګونه افغانان د زلزلو او سېلابونو له امله مړه او ژوبل شول او زرګونه کورونه ويجاړ شول. Читать дальше...
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به نن د اسیایي جام په ترڅ کې په متحد عربي امارتو کې د هند له ملي لوبډلې سره مسابقه وکړي، خو پرون افغان لوبډلې له پاکستان څخه ماتې وخوړه او دا هیلې یې له هند سره یو ځای مړاوې شوې چې د دې جام پایلوبې ته به رسیږي. د اسیا د کرېکټ جام لوبو په ترڅ کې پاکستان د افغانستان ملي لوبډلې ته په یوه وېکټ ماتې ورکړه. د پاکستان لسم لوبغاړي نسیم شاه چې بالر دی پر فضل الحق فاروقي سر پر سر شپږيزې ووهلې او په وروستي اور کې پاتې دولس منډې په دې ډول پوره شوې. د متحد عربي اماراتو په... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار ډلې د اسیا د برخې مدافع وکیل جان سیفتون وایي، په لږې ازادۍ کې ژوند او د رښتوني عدالت نه ترلاسه کول هغه څه دي چې طالبانو پر افغانانو لورولي دي. د ده په وینا، طالبانو د افغانستان نیمایي خلک له زده کړو او کار څخه منع کړي دي. د بشري حقونو د څار ډلې پرون په دې اړه یو بیان خپور کړ، چې پهکې د ښاغلي سیفټون له قوله راغلي دي، د طالبانو یو چارواکی چې څه وایي هغه ته د قانون په سترګه کتل کېږي. دی زیاتوي چې د بشري حقونو وضعیت دومره له ګواښه ډک دی چې تصور یې ګران دی چې وشي. طالبانو... Читать дальше...
البانیا ایراني دیپلوماتان له خپلې خاورې وروسته تر دې و ایستل چې تهران یې په خپله خاوره کې په سایبري برید تورن کړ. واشنګټن د البانیا ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې د دې سایبري برید په وړاندې به د ناټو له دې غړي هېواده دفاع وکړي. البانیا پرون ایراني دیپلوماتانو او د سفارت کارکوونکو ته امر وکړ چې په څلرویشت ساعتونو کې له دې هېواده ووځي. د البانیا صدراعظم ایدي ریما په یوه یویډیویي پيغام کې وویل چې د جولای په پنځلسمه د البانیا د حکومت پر ډیجیټل سیستم سایبري برید وشو خو دا برید ناکامه شو. ریما ويلي... Читать дальше...
103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости