د تاجکستان او قرغزستان پر پوله تازه نښتې؛ درې کسان وژل شوي لسګونه ژوبل دي
د تاجکستان او قرغزستان په پوله د تاز او درنو نښتو راپورونه ورکول شوي دي چې، تر اوسه پورې په دې نښتو کې چې دوه ورځې مخکې پیل شوې د درې کسانو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د قرغزستان پوله ساتې ادارې تاجکستاني سرتیري تورن کړي دي چې د جمعې په سهار یې یو ځل بیا په لانجمنه غرنۍ سرحدي سیمه کې د دوی پر څو پوستو بریدونه کړي چې په کې یې له ټانکونو، توپونو او هاوان کار اخیستی دی.
قرغزي پوله ساتو همدارنګه ددې هېواد په جنوبي سیمو لایلیک او باتکین کې د نښتو د دوام خبر ورکړی دی.
دا هم ویل شوي چې تاجکستاني لوري د سیمهيیز مرکز باتکین پر څنډو توغندي ویشتي دي او د ښار هوايي ډګر ته څېرمه سیمه کې یې ملکي تاسیسات ویجاړ کړي دي.
تاجکستان بیا په خپل وار قرغزي ځواکونه تورن کړي چې په همدې سیمه کې یې د دوی یوه پوسته او اووه کلي په درنو وسلو بمبار کړي دي.
د تاجکستان په اسفاره ښار کې کې چارواکو ویلي چې، یو ملکي کس د دوی خواته وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
بل خوا قرغزي چارواکو ویلي، په باتکین ولایت کې یې ۳۱ کسان د تاجیکي ځواکونو په ډزو ټپیان شوې دي.
دا ولایت د تاجیکستان د سغد سیمې سره په پوله پروت دی چې په کې وروخ تاجک تړانګه هم شامله ده کومه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو کړکېچونو کې توده موضوع ده.
د دواړو لورو ادعاوې په خپلواکه توګه نه شي تأییدیدلی.
دا نښتې داسې مهال رامنځ ته کېږي چې د قرغزستان او تاجیکستان دواړو ولسمشران په ازبکستان کې سیمهيیزه سرمشریزه کې برخه لري.
قرغزستان وايي د بهرنیو چارو وزیر یې په وروستیو نښتو له خپلو تاجکستاني سیال سره خبرې کړي دي، خو پوله ساتو یې ویلي چې دوه ځلې اوربند مات شوی دی.
د قرغزستان پوله ساتي ځواکونه وايي، ټاکل شوې وه چې د قرغزستان او تاجکستان پر پوله د پرتو دواړو ولایتونو والیان هم سره وګوري.
د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د ۹۷۰ کیلومټره پولې نژدې نمايي یې لا په نښه شوې نه ده چې وخت ناوخت د دواړه هېوادونو ترمنځ له یو بل سره د خونړیو نښتو سبب کېږي.
د مرکزي اسیا په دې دواړو هېوادونو کې د روسیې پوځي اډې دي او له مسکو سره نژدې اړیکې لري.
روسیې تېره اونۍ په دواړو هېوادونو ټینګار وکړی چې نښتې دې ودروي.