احمد مسعود: طالبان راڅخه غواړي چې تسلیم شو
د افغانستان د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود په ويانا کې د طالبانو د مخالفو افغان سياستوالو سره د يوې غونډې په څنډه کې نن خبريالانو سره خبرې وکړې. د دې غونډې هدف د «يو ګډ سياسي دريځ جوړول» ښودل شوي دي.