ملګري ملتونه وايي پاکستان کې به له ټولو افغان سېلاب ځپلو سره مرسته کوي
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د سېپټېمبر پر ۱۹مه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د دوی لخوا تازه دوه ميليونه ډالره پر هغو ۵۰ ميليونو ډالرو سربېره دي چې واشنګټن د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو اېس اې ای ډي) لخوا په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره د بشري مرستو په لړ کې د لګولو اعلان کړی دی.