ګوتيريش: د افغانستان اقتصاد د ويجاړېدو په حال کې دی
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتيریش نن په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، په افغانستان کې بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې شوي دي. ښاغلي ګوتيریش زیاته کړه چې د افغانستان تر نیمايي زیات خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي او د دغه هېواد اقتصاد د ویجاړېدو په حال کې دی. طالبانو تر دې مخکې په افغانستان کې د دوی د واکمنۍ پر مهال د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنې رد کړې دي. ښاغلي ګوتيریش په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په کوربهتوب... Читать дальше...