پاکستان کې د ملريا ناروغي ډېره شوې
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو پرون (چهارشنبه) وویل چې، د پاکستان په سېل ځپلیو سیمو کې په ملریا د اخته شویو کسانو شمېر خورا زیات شدید او له دې ناروغۍ څخه د مړو شویو کسانو شمېر ۳۲۴ تنو ته رسېدلی دی.
د سېلونو له کبله په افغانستان او پاکستان کې بېلابېلې ساري ناروغۍ خپرې شوې دي.
تېرو څو اوونيو کې د سېلابونو له امله پاکستان کې زرګونه خلکو ته مالي او ځاني زيانونه واوښتل.