سوداګرۍ وزارت: تېرو ۶ مياشتو کې د ۱۹ ميليون ډالرو په ارزښت ځلغوزي صادر شوي
که څه هم د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته هوايي دهلیزونه بند شوي او بهر ته د صادراتو په تېره بیا ځلغوزیو صادرات کم شوي خو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د ځلغوزیو د صادراتو اندازه په زیاتېدو ده.
دا وزارت وايي، ژر به ۱۸ ټنه ځلغوزه ایټالیا ته صادره شي.