قانوني د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا له غړیتوبه د استعفا خبر جعلي وباله
محمدیونس قانوني د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا له غړیتوب څخه د ده د استعفا خبر جعلي وباله.
قانوني په یوه ویډیو کې چې نن پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه وویل چې دا خبر ردوي.
د قانوني د استعفا خبر نن ده ته په یوه منسوب لیک کې ورکړل شو.
یاده شوې شورا په غبرګولي میاشت کې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ځینو افغان سیاستوالو او پخوانیو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.
قانوني مخکې د ولسمشر د لومړي مرستیال او د ولسي جرګې د رییس پر دندو کار کړی.