يونېسف بغلان کې ماشومانو ته د زدهکړې ۷۲۰ محلي ټولګي جوړ کړي دي
له دې جملې څخه ۶۲۰ ټولګي د یونېسف لهخوا او ۱۰۰ نور ټولګي د اکټیډ مؤسسې لهخوا جوړ شوي دي.
پژواک اژانس راپور ورکړی چې دغه دوه بنسټونه د ښوونکو د معاشونو د ورکړې ترڅنګ د يادو ټولګيو لپاره نور اړين وسايل هم برابروي.
دغه ټولګي د نهرين، بغلان-مرکزي، دهنه غوري، دوشي او بورکې ولسواليو په مرکزونو کې فعاله شوي.