ملګري ملتونه: د ژمي له رارسېدو مخکې افغان زیانګالو سره مرسته کوو
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمېشنري وايي چې د ژمي له رارسېدو مخکې به په افغانستان کې له زیانګالو خلکو سره مرسته وکړي. د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمېشنرۍ په یوه بیان کې چې نن پر ټویټر خپور شو ویلي چې د جګړو له کبله له بېځایه شویو کورنیو او له بهره له راستنو شویو کډوالو سره به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مرسته وکړي، خو دې ادارې د مرستو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي، مګر په یوه بل ټویټ کې یې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې له زلزله ځپلو کورنیو سره د خېمو او نورو ضروري شیانو د مرستې خبر ورکړی. Читать дальше...