د طالبانو دفاع وزارت خپلو عسکرو ته پوځي رتبې ورکوي
د دغه وزارت له خبرپاڼې سره سم، د دې هدف لپاره د رتبو د تثبیت کمېسیون پرون (چهارشنبه) په کار پیل وکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې کمېسیون به تعلیمي او جهادي اسنادو ته په کتو خپلو کسانو ته مناسبې پوځي رتبې ورکوي.
تر دې مخکې ياد وزارت ويلي، سلګونه زره عسکرو ته يې پوځي رزونه ورکړې ده او لا هم هڅه کوي چې خپل پوځيان و روزي.