د استرالیا په سدني کې بارانونه؛ د نورو سختو ورښتونو اټکل شوی دی
د استراليا په سيدني کې په راتلونکو درې ورځو کې د سختو بارانونو اټکل شوی دی چې د سېلونو د بهېدو خبرداری ورکړل شوی دی.
د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کوي چې د دې کال تر اخره به د سیدني او شاوخوا سیمو هوا باراني وي.
د استرالیا په ستر ښار سیدني کې په تېرو یو سل او څلور شپیته کلونو کې دومره بارانونه نه و ورېدلي لکه سږ کال چې تر اوسه ورېدلي دي.
د کال هم نژدې درې میاشتې لا پاتې دي.
د پنځو میلیونو استوګنو په دې ښار کې دا باران لا هم روان دی.
د نیو سوت ویلز ایالت د بېړنیو چارو وزیره سټیف کوک وایي چې په سیدني کې به بارانونه پسې زیات شي چې د سېلونو د بهیدلو خطر شته.
نوموړې وايي: "په سیدني او شاوخوا کې یې نن د زیات باران شاهدان یوو، خو له بده مرغه وضعیت به پسې خراب شي. د شنبې ورځ د سیدني او د دې ښار د شاوخوا سیمو لپاره خطرناکه ده."
د هوا پېژندنې ادارې اټکل کوي چې په راتلونکو درې ورځو کې به باران پسې زیات شي.
د پنجشنبې تر ماسپښین پورې پر سیدني اووه اتیا انچه باران ورېدلی و.
د کال په پاتې نژدې درې میاشتو کې د نورو بارانونه اټکل کیږي.
د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د سیدني په شاوخوا سیمو کې درې ځله سېلونه راغلل چې په لسګونو زره کسان یې مجبوره کړل چې خپل کورونه پرېږدي.
په استرالیا کې درې کاله مخکې داسې سخته وچکالي راغله چې به مستقیم یا غیرمستقیم ډول د څلور سوه کسانو د مړینې سبب شوه، تر درې زره ډېر کورونه وسوځېدل او نولس میلیونه هکتاره ځنګلونه، زراعتي مځکې او د ښارونو شاوخوا سیمې ویجاړې شوې.