د فوټبال نړیوال جام لپاره د کوربه هېواد په توګه د قطر ټاکل تېروتنه وبلل شوه
کله چې د دې لوبو په لړ په ۲۰۱۰ کال کې قطر د کوربه هېواد حق درلوده، بلاټر د فیفا مشر و.
د رویټرز خبرې اژانس د راپور پر بنسټ، بلاټر یوې سویسي ورځپانې ته ویلي چې دغه ټاکنه ښه نه وه.
هغې زیاته کړې، قطر یو وړکی هېواد دې او فوټبال نړیوال جام ورته ډېر لوی دی.
په قطر کې د بشري حقونو او فساد په اړه ادعاګانو ته په پام د ۲۰۲۲ کال لپاره د دې هېواد کوربه توب له نیوکو سره مخ وه.
بلاټر چې ۱۷ کاله د فیفا مشري کړې د کاري دورې پر مهال يې د فساد تورونه پرې لګېدلي وو.
په منځني ختیځ کې قطر لومړی هېواد دی چې د فوټبال نړیوال جام کوربه توب کوي.