په پاکستان کې د پوځ مشر ټاکنه ولې جنجالي شوې؟
په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ د مشر جنرال قمر جاويد باجوه د کار موده د نومبر پر ۲۹مه پوره کېږي په ملک کې د پوځ نوي مشر د ټاکلو په اړه تاوده بحثونه روان دي. په مرکز کې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ ايتلافي حکومت دريځ لري چې د ايين او قانون مطابق به په ټاکل شوې نېټه د پوځ نوي مشر اعلانوي. خو په همدې حال کې د حکومت مخالفه ګوند، پاکستان تحريک انصاف د اسلام اباد پر لور لانګ مارچ پيل کړی. عمران خان د جنرال باجوه د نوم په اخیستو ويلي دي چې پوځ په سياست کې ګوتې وهي او د شهباز شريف په مشرۍ د ايتلافي حکومت ملاتړ کوي. Читать дальше...