د نړۍ نفوس اته ميليارده ته ورسېد
د رویټرز اژانس د راپور لهمخې، هند او چین د نړۍ په سطحه تر ټولو زیات نفوس یا وګړي لري.
د هند د وګړو شمېر یو ملیارد او درې سوه او اتیا ملیون تنه اټکل شوی، چې تر چین یو څه کم دی.
نړیوال بانک د چین د وګړو شمېر یو ملیارد او څلور سوه ملیونه اټکل کړی دی.
ملګرو ملتونو ویلي، چې هند به راروان کال یعنې په ۲۰۲۳م کې د نړۍ تر ټولو د زیات وګړي لرونکی هېواد وي.