سټولټنبرګ: پولنډ کې چاودنې د اوکراین د دفاعي توغندیو له کبله شوي
د ناټو سرمنشي وایي، د دغه سازمان په غړي هېواد پولنډ کې چاودنې په ظاهره د اوکراین د دفاعي توغندیو له کبله شوي دي. په دغو چاودنو کې چې د پولنډ په ختیځ کې د اوکراین کرښې ته نږدې شوي دي، دوه تنه وژل شوي. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، د پولنډ دننه د توغندیو لګېدل که څه هم د روسیې کار نه دی، خو دی وایي، مسوولیت یې روسیې ته ور اوړي. د ینس سټولټبنرګ او ځینو نورو لوېدیځو ډيپلوماتانو استدلال دادی چې روسیې په اوکراین کې جګړه پيل کړې او د هر ډول عواقبو او اغېزو پړه هم د مسکو پر غاړه ده. سټولټڼبرګ... Читать дальше...