سپينه ماڼۍ: پر اوکراين د روسيې تازه حملې د اندېښنې وړ دي
د فرانسې خبري اژانس په وینا، سپینې ماڼۍ ویلي، داسې ښکاري چې د سې شنبې په ورځ میزاییل د اوکراین په پلازمېنه کییف او نورو ځایونو کې پر استوګنیزو ودانیو لګېدلي دي.
راپورونه وايي د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان پرون ویلي، چې هېواد یې دغه حملې غندي.
هغه ویلي روسیې یو وار بیا د خلکو ژوند ګواښلی او د اوکراین حیاتي بنسټونه له خاورو سره خاورې کوي.
له دې سره د نړۍ د شلو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو یا (G-20) مشران د انډونیزیا په بالي کې د نړۍ پر اقتصاد د اوکراین د جګړې پر اغېز، د خوړو او انرژۍ د بیو پر لوړېدو او پر اوکراین کې د روسیې لهخوا د اټومي وسلو د کارول کېدو پر ګواښ بحث کوي.