عمران خان وايي د تحریک انصاف لاریونوال دې راولپېنډۍ ته ځانونه ورسوي
د بهرنيو چارو وفاقي وزير بلاول بوټو زرداري د عمران خان پر اعلان اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې که د نوموړي موخه واقعي "حقيقي ازادي" او د جمهوریت وده ده نو راتلونکې اوونۍ یې ولې د تحریک انصاف پلویانو ته په راولپېنډۍ کې د ورغونډېدو لارښوونه کړې ده؟