د طالبانو دفاع وزارت د دوو الوتکو د ترميم خبر ورکړی
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي چې د دوی د هوايي ځواک تخنیکي متخصصانو دوې نورې الوتکې هم ترمیم کړي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت وياند عنایت الله خوارزمي رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې، د دوی تکنېشنانو دوې اې این ۳۲ او اې این ۲۶ الوتکې ترمیم او الوت ته چمتو کړي دي.
تر دې وړاندې هم خوارزمي د ترکیې انادولو خبري اژانس ته ویلي و چې، دوی شاوخوا ۷۰ الوتکې او هليکوپتر ترمیم کړي دي.