جوزیپ بورېل: د افغانستان حالات مخ په خرابېدو دي
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ ريیس وايي، د افغانستان حالات مخ په خرابېدو دي.
جوزیپ بورېل نن په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د پراختیايي وزیرانو د غونډې په درشل کې وویل: "د افغانستان د وضعیت په اړه به خبرې وکړو، هلته چې ډېر موارد سمې خوا ته نه درومي. د بدترېدو لور ته روان دي په تېره بیا د ښځو او نجونو لپاره. یو کال وروسته به د افغانستان حالات لا خراب شي."
تر دې وړاندې د اروپايي اتحادیې چارواکو پر ښځو د بندیزونو په خاطر اندېښنې ښکاره کړې وې.
طالبان افغان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له شپږم ټولکي پورته زده کړې وکړي او اکثره ښځې یې په دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي دي.