د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ وروستۍ سیالي د لیندۍ ۹مه ده
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرکټ یو ورځنۍ لوبه سبا د لیندۍ ۹مه په پام کې ده.
دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوبو د هغې لړۍ وروستۍ ده چې د تېرې جمعې په ورځ پیل شوې.
د دې لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د شپېتو منډو په توپیر وګټله، خو د یکشنبې په ورځ د دوی دوهمه لوبه د باران له کبله وځنډېده او که څه هم په دې لوبه کې دواړو لوبډلو مساوي پاینټونه وګټل، خو ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال د یوورځنیو سیالیو نړیوال جام ته غوره شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله رسمي فېسبوکپاڼه ویلي دي چې ملي لوبډلې، د سریلانکا په ګډون له ۱۴ د ۱۱ لوبو او د ۱۱۵ پاینټونو تر ګټلو وروسته د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو جام ته لاره وموندله.