جنرال عاصم منير د پاکستاني پوځ د نوي مشر په حيث دنده پيل کړه
جنرال قمر جاوېد باجوه په ۲۰۱۶ز کال کې د پوځ مشر ټاکل شوی وو. نوموړی دوې دورې د پاکستان د پوځ مشر پاتې شو. نوموړي چې په ۲۰۱۹ز کال کې خپله درې کلنه کاري موده سرته رسوله نو د هغه وخت وزیراعظم عمران خان يې موده د درو نورو کلونو لپاره وغځوله