کويټه کې ځان وژونکي بريد کې ۳ تنه وژل شوي
په کويټه کې یوې ځان وژونکې چاودنې درې تنه وژلي او ۲۳ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور لهمخې دا چاودنه نن سهار د پولیسو پر یوه موټر وشوه.
د پولیسو یوه چارواکي خبریالانو ته وویل چې، په مړو کسانو کې یو پولیس او یوه ښځه هم شامل دي.
د امنیتي چارواکو په وینا دا یوه ځان وژونکې حمله وه چې نژدې ۲۵ کیلوګرامه چاودېدونکې مواد پهکې کارول شوي وو.
د دې برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک یا TTP منلی دی.