امریکا ایستونیا ته د 'هیمارس' راکټي دستګاوې ورکوي
ایستونیا منلې چې د امریکا له متحدو ایالتونو څخه د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د هیمارس په نوم شپږ راکټي دستګاوې رانیسي.
د ایستونیا دفاع وزارت پرون شنبه د دې موافقې خبر ورکړ او دا یې په تاریخ کې د پوځي تجهیزاتو د رانیولو تر ټولو لویه موافقه ګڼل کېږي.
وروسته له هغې چې روسیې په تېره فبروري میاشت کې پر اوکراین یرغل پیل کړ، ایستونیا چې له روسیې سره پر پوله پروت دی، پر خپله دفاعي برخه لګښتونه زیات کړي دي.
د امریکا هیمارس دستګاوې اوکراین ته هم ورکړل شوې دي، چې د دغه هېواد لپاره ډېرې ګټورې تمامې شوې دي.
د ایستونیا او امریکا دفاعي چارواکو دغه موافقه د جمعې په ورځ لاسلیک کړې، خو په اړه یې اعلامیه پرون شنبه خپره شوه.