هرات ته د ندامحمد ندیم سفر؛ محصلان: ازموینې مو لغوه او پوهنتون رخصت شو
د هرات پوهنتون یو شمېر محصلان وايي، دغه ولایت ته د طالبانو د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ندامحمد ندیم د سفر په ورځ پوهنتون رخصت شوی او ازموینه هم لغوه شوې ده. د هرات پوهنتون د یو محصل وايي، د شنبې په ورځ یې ازموینې ته چمتووالی نیولی و، خو په وینا یې چې د ډېرو محصلانو په څېر یې ونه شوای کړای ازموینه ورکړي. دغه محصل چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، د پوهنتون د رخصتېدو او د ازموینې د لغوه کېدو لامل هرات ولایت ته د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ندا محمد ندیم سفر یاد کړ. Читать дальше...