په کابل کې چاودنه او ډزې شوې دي
د افغانستان د سرښار کابل په مرکزي سیمه، شهر نو کې چاودنه او ډزې شوې دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت کورنيوو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۲مه، مشال راډيو ته په ورکړو معلوماتو کې د چاودنې او ډزو کېدل تاييد کړي دي خو نور تفصيل یې نه دی ورکړی.
عيني شاهدانو مشال راډيو ته ويليچې په شهرنو کې له يوې ودانۍ ډزې اوريدل شوې او چاودنه هم شوې ده. پر انټرنيټ د کابل ښاريانو په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې له یوې لویې ودانۍ لوګي پورته کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر شپږمه په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې په چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي ول او ۱۳ ژوبل ول.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه بریدونه شوي دي چې پکې د طالبانو په ګډون سلګونه ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ډېسېمبر پر دویمه په کابل کې د پاکستان پر سفارت بريد کې يو ساتونکی ژوبل شوی وو. طالبانو ادعا کړې چې د بريد په تور يې د داعش ډلې یو مشکوک وسلوال نیولی دی.
رویټرز اژانس وايي، د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ډېسېمبر پر څلورمه نیمه شپه پر پیغام استونکي اپلیکېشن ټېلېګرام په بیان کې دعوه وکړه چې دوو وسلوالو یې هغه مهال د پاکستان پر سفارت برید وکړ چې ناظم الامور عبیدالرحمان نظاماني د ودانۍ په انګړ (غولي) کې موجود وو.
تر دې مخکې د نومبر پر ۳۰مه هم د سمنګان د مرکز په یوه دیني مدرسه کې په چاودنه کې تر ۱۰ زیات زده کوونکي وژل شوي ول.
د نومبر پر ۲۳مه په پلازمېنه کابل کې یو وسلوال په جومات کې پر لمونځ کوونکو برید وکړ چې پکې پینځه کسان ووژل شول او یو ژوبل شو. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د کابل په کارته نو سیمه کې وسلوالو په ابوبکر صدیق جامع جومات کې برید کړی وو چې پکې د جومات خطیب او یو لمونځ کوونکی وژل شوي ول.
د سېپټېمبر پر ۳۰مه په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز تر برید وروسته د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې پراخې مظاهرې وشوې. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (يوناما) د اکتوبر پر درېيمه وویل چې د پلازمېنې په لویدیځ کې پر "کاج ښوونیز مرکز" په برید کې ۴۳ کسان وژل شوي ول.
د سېپټېمبر پر ۲۳مه په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان له جومات سره نېږدې په چاودنه کې اووه کسان وژل شوي او ۴۱ ژوبل شوي ول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.
د سېپټېمبر پر ۲۱مه له یوه رېستوران سره نېږدې په چاودنه کې درې کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول. یوشمېر کسانو ویلي ول چې پېښه د ګیس سیلېنډر یا ډبې د چاودېدو له وجې شوې وه خو طالب چارواکو ویلي ول چې په اړه یې پلټنې کوي.
تر دې مخکې د سېپټېمبر پر پینځمه په کابل کې د روسیې سفارت پر ودانۍ په ځانمرګي برید کې دوه روسي کارکوونکي او څلور افغانان وژل شوي ول. د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې وه. په ۲۰۲۰ز کال کې هم د کوثر دانش په نوم د کابل په لوېدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز په خونړي بريد کې لږترلږه ۲۴ زده کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ژوبل شوي ول.
د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې پرضد یې عملیاتو او اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په تېرو میاشتو کې یې د یوشمېر مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې هم کړې دي.