د ښځو د حقونو فعاله 'ظريفه يعقوبي' د طالبانو له بنده خوشې شوه
د برابرۍ لپاره د افغان ښځو غورځنګ غړې او د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي د طالبانو له زندانه خوشې شوه. د نوموړې خور عارفې یعقوبي، او د ښځو د حقونو یو شمېر نورو فعالانو دا خبره ازادي راډیو سره په خبرو کې تاييد کړې ده. خو د افغانستان د ځواکمنو ښځو د خود جوشه حرکت غړې راضیې بارکزی ازادي راډیو ته وویل، چې د دغه حرکت د غړې فرحت پوپلزۍ او نورو هغو ښځو برخلیک نهدی معلوم چې لا هم د طالبانو په بند کې دي. نوموړې وويل: "له نېکهمرغه د ظریفې یعقوبي د خوشې کېدو خبر مو تر لاسه کړ خو له بده مرغه د فرحت... Читать дальше...