پر چمن - سپين بولدک نښته کې د وژل شويو شمېر ۹ او د زخميانو ۳۱ ته ورسېد
په نومبر کې هم د چمن او سپین بولدک لاره تر شاوخوا یوې اوونۍ پورې تړلې وه چې بیا د نومبر پر ۲۱مه پرانیستل شوه. پاکستاني چارواکو د چمن – سپين بولدک دروازه د نومبر په ۱۳مه له هغه وروسته وتړله چې د یوه وسلوال په ډزو سره یو پاکستانی عسکر ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.