ټېسټ کرېکټ؛ هندوستان ـ بنګله دېش ته د ۵۱۳ منډو هدف ورکړ
هند په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۰۴ او په دویمه پاڼۍ کې بیا یوازې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۸ منډې جوړې کړې.
په دویمه پاڼۍ کې د هندۍ لوبډلې لپاره شبمن ګیل او چتیشور پوجارا سلیزې جوړې کړې.
بنګله دېش بیا په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۵۰ منډې کړې وې او اوس یې د لوبې په درېيمه ورځ خپله دویمه پاڼۍ پیل کړې ده.
د هند لپاره په توپ اچونه کې کولدیپ یادف په لومړۍ پاڼۍ کې ۵ ويکټې ترلاسه کړې وې.