کندهار کې د یوه کور څلور کونډې مېرمنې په بد اقتصادي وضعيت کې ژوند کوي
دغه څلور واړه کونډې چې پنځه اولادونه هم لري وايي په یوه کرایه شوي کور کې اوسیږي او د جامو، خوارکي او سون توکو د رانیولو توان نه لري.
دوی چې روان ژمي ته سختې وارخطا دي د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه کوي.
دا په داسي حال کې ده چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې په خپل تازه راپور کې ویلي چې ، ښایي افغانستان راتلونکی کال له یوه ناوړه بشري ناورین سره مخ شي.
نور تفصیل د لاندې غږیز فایل په کېکاږلو اورېدلی شئ: