ملګرو ملتونو له افغانستان د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندېښنه وښوده
هغه د دې ترڅنګ چې په لوېدیځه افریقا او ساحل سیمو کې د القاعده، داعش او ورسره د تړلو ډلو د فعالیت د زیاتوالي خبره وکړه، د افغانستان په اړه یې وویل چې، په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو د حضور دوام سیمې او له هغې ور هاخوا جدي ګواښونه متوجه کړي دي.
هغه اندېښنه وښوده چې پر دې هېواد واکمن طالبان په دې کې پاتې راغلي چې له ترهګرو ډلو سره د اوږدې مودې اړیکې وشلوي.
هغه غوښتنه چې د نوموړي په وینا دې شورا له طالبانو په کراتو کراتو کړې او ترې غوښتي یې دي چې ترهګرو ډلو ته په دې هېواد کې ځای ورنهکړي.
د اسوشیتید پريس آژانس د راپور لهمخې د ښاغلي وورونکوف اشاره له القاعده سره د طالبانو اړیکو ته وه چې مشر يې په تېر دوبي کې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د تروریزم د ګواښ د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه خبرداری پرون پنجشنبې د ترویزم په وړاندې د مبارزې په اړه د یوې سرخلاصې غونډې په پای کې ورکړ.
د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جی شنکر چې د دغې غونډي مشري يې کوله، تروریزم د نړیوالې سولې او امنیت د بقا لپاره یو ګواښ وباله.
هند چې په اوس وخت کې د ملګروملتونو د پنځلس کسیزې امنیت شورا دورهیې غړی دی، د روانې ډسمبر میاشتې له لومړی نېټې یې د یوې میاشتې په مخه د دې شورا ریاست هم پر غاړه لري.
دا شورا پر پنځو دایمي غړیو سربېره لس دورهیې غړي لري چې د هرو دوو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
په هغې اعلامیه کې چې د دې شوار د ریاست لهخوا خپره شوي، ویل شوي چې د ترهګرۍ ګواښ زیات او د نړۍ په مختلفو سیمو کې لا پراخ شوی چې نوې ټکنالوژۍ هم له دې کار سره مرسته کړې ده.
په اعلامیه کې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې، داعش او القاعده او له هغو سره تړلو ډلو ته د وسلو او پوځي تجهیزاتو، ډرون الوتکو او د چاودېدونکو وسیلو ورکول غندل شوي.
په دغه اعلامیه کې چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک وروسته دوهم معتبر سند بلل کیږي، امنیت شورا ژوره اندېښنه ښکاره کړې چې ترهګرپه زیاتېدونکي ډول له قانوني سوداګرۍ او غیر انتفاعي سازمانونو څخه د ناوړه استفادې، د پیسو لپاره د خلکو د تښتولو او د انساني، کلتوري شیانو، د مخدره موادو او د وسلو د قاچاق په ګډون له مختلفو لارو مالي سرچینې انتقالوي.
په اعلامیه کې همدارنګه د ملګروملتونوله ۱۹۳ غړیو هېوادونو غوښتنه شوې چې د ترویزم د مالي سرچینو په وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.
اعلامیه زیاتوي، ترهګرې ډلې له مذهب څخه د غلط تفسیر او غلطو معلوماتو په خپرولو سره خپل تاوتریخوالي توجیه کوي او له نومونو، مذهب یا مذهبي سمبولونو په وسیله د جلب او جذب او پر خپلو پیروانو د اغېز لپاره د تبلیغاتو لپاره کار اخلي.
امنیت شورا د دغو تبلیغاتو په وړاندې پر بدیلې مبارزې ټینګار کوي چې په ترڅ کې زغم او همغږۍ ته باید وده ورکړل شي.
د ملګروملتونو د امنیت شورا د اعلامیې لهمخې دې ته په پام چې ترهګرې ډلې مخ په زیاتېدونکي ډول له انټرنټ، ټولنیزو رسنیو، مجازي شتمنیو، نویو مالي وسیلو او په نړیواله کچه د ترهګریز بریدونو لپاره له ډرونونو کار اخلي، پکار ده چې د دغې نوې او راټوکېدونکې ټکنالوژۍ د کارولو په وړاندې یې د مبارزې لپاره همکاري پیاوړي شي.