د بادغیس سیمه ییز مسوولان: په قادس کې د پوهنې مدیر او ورور یې وژل شوي
په بادغیس کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع الله متقي ازادي راډيو ته وویل، د قادس د پوهنې مدیر عبدالله عبیده پرون له خپل ورور سره د ولسوالۍ مرکز ته په لار وو چې د وسله وال برید هدف وګرځېدل او ووژل شول.
ده دا هم وويل چې بريد کوونکي له سيمې تښتېدلي دي.
د متقي په وينا، د طالبانو امنيتي ځواکونه سيمې ته استول شوي او د دې پېښې د عاملينو د نيولو لپاره هـڅې پيل شوې دي.