د پاکستان پوځ وايي په بلوچستان کې یې ۵ پوځيان وژل شوي دي
د پاکستان پوځ وايي د بلوچستان کوهلو ضلعې په کاهان کې یې ۵ امنيتي سرتيري وژل شوي دي. د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای ايس پي ار) د دیسمبر په ۲۵مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې يو کيپټن او څلور سرتيري یې د ګزمې په وخت په ځمکه کې د ښخ شوي ماين د چاودنې له امله وژل شوي دي. په خبرپاڼه کې د وژل شويو نومونه کيپټن فهد، لانس نايک امتياز، سپاهي اصغر، سپاهي مهران او سپاهي شمعون دي. د پوځ ترمخه دې ځواکونو په کاهان کې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد د لټون عمليات کول چې برید پرې وشو. په کاهان کې تر دې مخکې هم ورته بریدونه شويدي. Читать дальше...