د اسراییل پولیسو په بیت المقدس کې د فلسطیني بریدګر کور مهر و لاک کړ
د اسراییل پولیسو نن په بیت المقدس کې د هغه فلسطیني کور مهر و لاک کړ چې د یهودانو له یوه عبادتځای دباندې یې د جمعې په ورځ اووه کسان په ډزو سره ووژل.
دا اقدام وروسته له هغې وشو چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د وژنو تر هغې پېښې وروسته د چټک اقدام ژمنه وکړه.
په اوو وژل شویو کسانو کې یو ۱۴ کلن ماشوم هم شامل دی.
د وژنو دا پېښه د یهودانو د ډله ییزې وژنې یا هالوکاست د یاد په ورځ وشوه، چې په نړیواله سطحه وغندل شوه.
له دې سره په سیمه کې د کړکېچ د لا زیاتېدو وېره اوج ته ورسېده.
بلخوا په پام کې ده، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن راتلونکې اوونۍ مصر، اسراییل او لوېدیځې غاړې ته سفر وکړي.