داعش د بلخ لپاره د طالبانو د والي وژلو مسوولیت ومانه
![داعش د بلخ لپاره د طالبانو د والي وژلو مسوولیت ومانه](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-9122-08db20788a33_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpeg)
د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د بلخ لپاره د طالبانو د والي مولوي محمد داوود مزمل د وژلو مسوولیت په غاړه واخیست.
داعش په خپلې ویبپاڼې اعماق کې په یوه بیان کې ویلي، یو ځان وژونکی یې چې د والي د دفتر مخکې منتظر و، هغې ته ځان ورنږدې او خپل چاودېدونکی کمربند یې پرې وچاوه.
تر دې مخکې د افغانستان ازادي، ملي او اسلامي تحریک په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې پرون ادعا کړې وه چې دغه برید دې ډلې ترسره کړی دی.
د اسلامي دولت ډله یا داعش د بلخ لپاره د طالبانو د والي د وژلو مسوولیت په داسې حال کې اخلي چې تر دې مخکې یې د جدې په میاشت کې د بدخشان لپاره د طالبانو د امنیې قومندان د وژلو مسوولیت هم اخیستی و.