داعش د بلخ لپاره د طالبانو د والي وژلو مسوولیت ومانه
د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د بلخ لپاره د طالبانو د والي مولوي محمد داوود مزمل د وژلو مسوولیت په غاړه واخیست. داعش په خپلې ویبپاڼې اعماق کې په یوه بیان کې ویلي، یو ځان وژونکی یې چې د والي د دفتر مخکې منتظر و، هغې ته ځان ورنږدې او خپل چاودېدونکی کمربند یې پرې وچاوه. تر دې مخکې د افغانستان ازادي، ملي او اسلامي تحریک په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې پرون ادعا کړې وه چې دغه برید دې ډلې ترسره کړی دی. د اسلامي دولت ډله یا داعش د بلخ لپاره د طالبانو د والي د وژلو مسوولیت په داسې... Читать дальше...