استرالیا له امریکا یرغلیزې او هسته یي تحت البحري بېړۍ اخلي
![استرالیا له امریکا یرغلیزې او هسته یي تحت البحري بېړۍ اخلي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-ecf8-08db240f4f78_w800_h450.jpg)
استرالیا د خپلو سمندري ځواکونو د عصري کولو لپاره له امریکا یرغلیزې او هسته یي تحت البحري بېړۍ اخلي.
دغه خبره د دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن، د استرالیا صدر اعظم انټوني البانیزي او د بریتانیا صدر اعظم ریشي سوناک وکړه.
دا اقدام داسې مهال کېږي چې په هندو-پاسفیک سیمه کې د چین نفوذ ته اندېښنې په زیاتېدو دي.
اسوشېټېډپرېس اژانس ویلي، بایډن د اوکاس په نوم هستوي مشارکت کې له البانیزي او سوناک سره د خبرو لپاره سن دیګو ته ولاړ.
اوکاس یا د استرالیا، بریتانیا او امریکا مشارکت ۲۰۲۱ کال کې اعلان شوی دی.