د اسلام اباد پولیس وايي تر اوسه یې د تحریک انصاف ۳۱۶ پلویان نیولي دي
![د اسلام اباد پولیس وايي تر اوسه یې د تحریک انصاف ۳۱۶ پلویان نیولي دي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-10e5-08db2accb39d_w800_h450.jpg)
د اسلام اباد پولیسو په تازه بیان کې تور پورې کړی دی چې د مارچ ۱۸مې د تاوتریخوالي، نښتو او ګډوډیو پر مهال د تحریک انصاف پلویانو ۵۸ سرتېري ژوبل کړي، د پولیسو او ځواکونو ۱۲ ګاډي او ۲۰ موټرسایکلونه یې سوځولي او یوې څوکۍ یا پوستې ته یې اور اچولی دی.