زیلنسکي په باخموت کې د جګړې لومړۍ کرښې ته سفر کړی
![زیلنسکي په باخموت کې د جګړې لومړۍ کرښې ته سفر کړی](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-4fcd-08db2adcaf6b_w800_h450.jpg)
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي نن په باخموت کې د جګړې د لومړۍ کرښې لیدنې ته ورغلی و.
دا ښار چې په وروستیو څو میاشتو کې د سختو جګړو شاهد وو دواړو خواو ته په کې درانه تلفات اوښتي دي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې نن د اوکراین بېلابېلې سیمې د روسیې د هوايي بریدونو د یوې بلې څپې شاهدې وې چې د راپورونو پر بنسټ په کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
زیلنسکي مسکو تورن کړی چې د ولسي خلکو پر وړاندې وحشیانه ظلم ترسره کوي.
پر اوکراین د روسیې تېری د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۲مه پیل شوی او تر اوسه دوام لري.