نوینالحق د انګلستان په 'ویټاليټي بلاسټ' سیالیو کې لومړۍ لوبه کوي
د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړی نوینالحق نن پنجشنبه د انګلستان په کورنیو شل اوریزو سیالیو 'ویټالیټي بلاسټ' کې لومړۍ لوبه کوي.
د نوین لوبډلې لېسټرشایر د نننۍ سیالۍ لپاره په اعلان شوې لوبډله کې نوموړی په خپل ۱۱کسیز نوملړ کې شامل کړی دی.
لیسټرشایر به نن د کابل پر وخت د شپې شاوخوا لس بجې له ډربي شایر سره سیالي وکړي.
نوینالحق د ویټالیټي بلاسټ په سیالیو کې د درېیم ځل لپاره ګډون کوي، هغه په لومړنیو دوه پړاونو کې ۵۰ لوبغاړي سوځولي وو.