چارواکي په سند کې د سمندري طوفان له امله ۹۰۰۰ کورنۍ خوندي ځای ته لېږدوي
پاکستاني چارواکي په سند صوبه کې د سمندري طوفان له وېرې ۹۰۰۰ کورنۍ خوندي ځایونو ته انتقالوي.
د سند اعلی وزیر مراد علي شا ویلي چې له پوځ یې همکاري غوښتې او د شاوخوا نهه زره کورنیو د خوندیتوب لپاره یې ځینې ځایونه ټاکلي دي.
د پاکستان د طبیعي پېښو ادارې پرون ویلي چې په عرب سمندرګي کې سمندري طوفان د کراچۍ له ښاره شاوخوا شپږ سوه کیلومتره لرې دی.
دوی هیله ښودلې چې په راتلونکو ورځو کې د دغه طوفان مخه واوړي.
سره له دې هم د پاکستان د طبیعي پېښو ادارې ویلي چې د سختو اورښتونو او د اوبو د کچې د راپورته کېدو ګواښ شته.
تېر کال په ټول پاکستان کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د بهېدو له امله څه باندې اولس سوه کسان مړه شول.
دغه هېواد ته نږدې پنځلس میلیارده ډالره مالي تاوان هم واوښت.