کرکټ؛ د افغانستان او بنګلهدېش ملي لوبډلو ترمنځ ټېسټ سیالي پیلېږي
د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې سبا چهارشنبه په یوه ټېست لوبه کې سره مخامخ کېږي. فرانس پریس خبري اژانس لیکلي چې د افغانستان د کرکټ وتلی ستوری راشد خان به دغې لوبه کې ګډون نه کوي. خان څه موده وړاندې له سریلانکا سره تر لوبو مخکې تمریناتو کې د ملا درد احساس کړ او ډاکترانو د دمې سپارښتنه ورته وکړه. د افغانستان کرکټ لوبډلې ته ۲۰۱۸ کال کې د ټېسټ لوبو اجازه ورکړل شوه او له همغه وخته یې تراوسه ۶ ټیسټ لوبو کې درې هغه ګټلي دي. افغان لوبډلې په ۲۰۱۹ کال کې د راشد خان په ګډون له بنګلهدېش نه ټېست لوبه ګټلې وه.