په مزار کې د ایران پر کونسلګرۍ د یوې پخوانۍ حملې په اړه د څېړنو غوښتنه وشوه
![په مزار کې د ایران پر کونسلګرۍ د یوې پخوانۍ حملې په اړه د څېړنو غوښتنه وشوه](https://gdb.rferl.org/94CD878E-0944-4CB8-8151-2FD31D153CA1_cx20_cy6_cw50_w800_h450.jpg)
په کابل کې د ایران سفارت په مزارشریف ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ د پنځه ویشت کاله پخوانۍ حملې په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.
دغه سفارت نن پر ټویټر لیکلي چې د دې پېښې کالیزه د هغې پر تعقیب ټینګار کوي.
تراوسه پورې طالب چارواکو په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.
۲۵ کاله پخوا د طالب ځواکونو له لوري د مزارشریف ښار له نیولو سره سم په دغه ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ حمله وشوه او د دې کونسلګرۍ ۸ دیپلوماتان او یو ایرانی خبریال یې ووژل شول.
طالبانو هماغه مهال په دې برید کې لاس لرل رد کړي وو، خو ایران طالبان په برید کې په لاس لرلو تورن کړل او نږدې وو چې د دې پېېښې پر سر د ایران او د طالبانو ترمنځ جګړه ونښلي.