د اسلام اباد سترې محکمې د عمران خان د خوشې کیدو امر یې کړی
![د اسلام اباد سترې محکمې د عمران خان د خوشې کیدو امر یې کړی](https://gdb.rferl.org/f75d6a17-5b37-4653-a46f-73f990dadfad_w800_h450.jpg)
د اسلام اباد سترې محکمې د توشه خانې په قضیه کې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان سزا ځنډولې او د هغه د خوشې کیدو امر يې کړی دی.
دغې محکمې نن د "اګست ۲۹ مه" د عمران خان له خوا په یاده قضیه کې د سزا د ځنډولو په اړه د غوښتنې تر اوریدو وروسته نن دا پریکړه اعلان کړه.
سترې محکمې ویلي، په دې اړه به نور جزییات وروسته وړاندې کړي، خو د سزا ځنډولو غوښتنه يې تایید کړې ده.
عمران خان د خپلې واکمنې پر مهال د دولتي ډالیو په پلورلو تورن دی.
خان د اګست پر پنځمه په لاهور کې له نیول کیدو راهیسې د اټک په زندان کې بندي دی.
هغه ته، د توشه خانې په قضیه کې د درېیو کلونو بند او د نقدي جریمې سزا اورول شوې وه.
عمران خان په سیاست کې هم د پنځو کلونو لپاره له ګډونه منع کړای شوی دی.
خو عمران بیا پر ځان ټول لګول شوي تورونه رد کړي او ویلي دي، چې دا تورونه سیاسي انګېزه لري.