خوړو نړیوال پروګرام: لوږې وهلو افغان زده کوونکو ته انرژي لرونکي خواړه ورکوو
WFP پر ایکس شبکه په یوه خپره شوې ویډیو کې وايي، دا مواد چې د بیسکیټونو بڼه لري هره ورځ د ښوونکو له خوا په ټول هېواد کې د لومړنیو ښوونځیو پر شاوخوا اوه سوه زره زده کوونکو نجونو او هلکانو ویشل کېږي.
د WFP د معلوماتو له مخې په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو څخه نهه یې کافي خواړه نه لري.
د ملګروملتونو بېلابېلو ادارو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې په پرله پسې ډول په دې هېواد کې د زېاتېدونکې لوږې او بېوزلۍ په اړه خبرداری ورکړی.